جمو و کشمير باندي د هند فوځي قبضي شپږ اويا کاله مکمل شو ، نن د کشمير پشمول ټوله نړي کښي توره ورځ مانځلے کيږي ، د قابض فوځ د ظلمونو خلاف احتجاج او ريلياني ويستل کيږي.
مقبوضه کشمير کښي د هند فوځي ځواکونو د ظلمونو او قبضې خلاف نن کشمير او پاکستان پشمول ټوله نړي کښي توره ورځ مانځلے کيږي ، دي لړ کښي ريلياني ويستل کيږي ۔
د شپي دولس بجو نه پس مظفر آباد کښي کشميريانو آزادي چوک مارچ کړے او توري جهنډي ئي اوچتي کړي وي ، مظاهر چيانو وينا وه چي بهارت مقبوضه کشمير کښي د انساني حقونو مسلسل خلاف ورزي کوي ، متحده قامونو کشميريانو سره د آزادۍ حق ورکولو وعده کړي وه ولي په هغي عملدرآمد نه دې شوې