وزير اطلاعات عطا تارړ د بهارت لخوا سندھ طاس معاهده په يک طرفه توګه معطل کولو باندې سخت تشويش اظهار کړې او د منطقې د امن لپاره ئې خطره ګرځولې ده،وفاقي وزير وئيلي دي چې پاکستان به په هر صورت د دې معاهدې د تقدس تحفظ کوي، عطا تارړ خبردارې ورکړې کۀ چرې بهارت د پاکستان برخې اوبه د بندولو کوشش وکړو نو سخت جواب به ورکولې شي ۔
اسلام آباد: سندھ طاس په معاهده اسلام آباد کښې نړيوال سيمينار شوې دې، د مختلف ملکونو مندوبينو او ماهرينو سيمينار کښې شرکت کړې ۔
سيمنار ته وينا په وخت وزير اطلاعات عطا تارړ د بهارت لخوا سندھ طاس معاهده په يک طرفه توګه معطل کولو باندې د تشويش اظهار کړې او وئيلي دي چې دغه معاهده د څلرويشت کروړه اولس ژوند سره ترلې شوې ده ۔
وفاقي وزير اووئيل چې سندھ طاس معاهده امن او علاقائي استحکام لپاره يو مهمه ذريعه ده،او پاکستان هميشه پرامن روابط، تعميري مذاکرات او معاهدې باندې مخلصانه عمل کړې دي ۔
عطا الله تارړ زياته کړې چې معاهدو پاسداري د قومونو ترمينځ اعتماد او عالمي نظام استحکام بنياد وي، پاکستان به په هر صورت د دې معاهدې د تقدس تحفظ کوي ۔
عطا تارړ خبردارې ورکړې که چرې بهارت د پاکستان برخې اوبه د بندولو کوشش اوکړو نو د پاکستان عسکري او سياسي قيادت به سخت جواب ورکوي ۔

