د کرکټ ورلډ کپ فائنل ميچ به صباله لوبيږي ،فائنل مقابله د اسټريليا او بهارت ترمينځه شيډول ده،کرکټ ماهرين وائي چي پيچ د باولنګ او بيټنګ دواړه لپاره سازګار تيار کړے شويدے، ولي وړومبي بيټنګ کونکي ټيم ته زياته فائده ميلاويدے شي، د دواړه ټيمونو ترمنځه د کانټي داري مقابلي توقع ده،روان ټورنامنټ کښې بهارت مسلسل لس او اسټريليا اته ميچوبه ګټلي او دوه ئي بائيلي دي.
د آئي سي سي کرکټ ورلډ کپ فائنل ميچ به صباله د بهارت احمد آباد ښار کښې واقع نريندر مودي
کرکټ سټيډيم کښې لوبيږي
فائنل ميچ د کوربه ټيم بهارت او اسټريليا ترمينځه شيډول دے، د کوم لپاره چي پچ تيار کړے شويدے،وئيلي کيږي چي دا پچ د بيټنګ او باولنګ دواړو لپاره سازګار دے،
روان ټورنامنټ کښې بهارت مسلسل لس او اسټريليا اته ميچونه ګټلي او دوه ئي بائيلي دي، توقع ده چي د دواړه ټيمونو ترمينځه کانټي داره مقابله اوشي،
د کرکټ ماهرين وائي چي وړومبي بيټنګ کونکي ټيم لپاره دري سوه، پنځلس رنز دفاعي سکور ثابتيدے شي، ولي دويم بيټنک کونکي ټيم د مشکلاتو سره مخ کيدے شي