د خېبرپښتونخوا دوه مختلفو سيمو کښې سيکيورټي فورسز کاميابه کاروائۍ کړي، آئي ايس پي آر وئيلي چې کاروائيانو کښې پنځه ترهه ګر وژلي شويدي، ټانک کښې څلور او ډيره اسماعيل خان يو ترهه ګر خپل انجام ته رسولي شوي، آئي ايس پي آر مطابق وژلي شوي ترهه ګرو ولقې نه وسله او بارودي مواد هم ترلاسه شويدي،وژلي شوي ترهه ګر د ترهه ګرۍ مختلف وارداتونو کښې ککړ وو ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې سيکيورټي فورسز د خېبرپښتونخوا دوه سيمو کښې دوه مختلفې کاروائيانې کړي دي ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې دغه کاروائيانې ټانک او ډيره اسمايل خان کښې شوي، چې پکښې پنځه ترهه ګر وژلي شوي دي ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې اولنې کاميابه کارروائي ټانک کښې شوې چرته چې څلور ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شوي دي ۔
آئي ايس پي آر بيان کښې مخکښې وئيلي شوي چې دوئمه اکروائي ډيره اسمايل کان شوې، چې پکښې يو ترهه ګر وژلي شويدې ۔
د آئى ايس پى آر وينا ده چې وژلي شوي ترهه ګر د ترهه ګرۍ مختلفو پېښو کښې ککړ وو او ترهه ګرو د ولقې نه درنه وسله هم برآمد شوېده ۔
د پاک فوج ترجمان زياته کړې چې سيکيورټي فورسز سيمه ترهه ګرو نه پاکولو لپاره کليرنس آپريشن جارى ساتلې ، د آخرى ترهه ګر خاتمې پورې به کاروائيانې جاري وي ۔

