فيلډمارشل سيد عاصم منير د کورهيډکوارټر پيښور دوره کړې، آئي ايس پي آر ترمخه فيلډمارشل ته د خېبرپښتونخوا امن و امان،پاک افغان پولو سيکيورټي او ترهه ګرو خلاف جاري عملياتو په حواله بريفنګ ورکړې شوې،په دې موقع فيلډمارشل عاصم منير د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د سيکيورټي اهلکارو حوصلې،تيارۍ او پيشه وارانه صلاحيتونو ستائنه کړي او متعلقه عسکري فارميشنز ته ئې آپريشنل تيارۍ برقرارساتلو هدايت کړې ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې فيلډ مارشل سيد عاصم منير افسرانو او ځوانانو حوصلې اوچتولو لپاره د پيښور کور هيډکوارټرز دوره کړې، او په دې موقع هغوي ته د ترهه ګرۍ خلاف په کاميابيانو باندې د عقيدت پيرزونې وړاندې کړي ۔
فيلډ مارشلد ترهه ګرو خلاف کامياب کاروائي کولو باندې سيکورټي فورسز ته خراج تحسين وړاندې کړې او د دې عزم څرګندونه ئې کړې چې د ترهه ګرو خلاف به کاروائيانې کاميابۍ سره په مخ وړاندې روانې وي، پائيدار امن د مسلح افواج بنيادي مقصد دې او د دې لپاره مونږه پرعزم يو ۔
د دورې پرمهال چيف آف ډيفنس فيلډ مارشل يادګار شهدا باندې حاضري ورکړې د ګلونو څادر ئې پرې غوړولې او فاتحه خواني ئې کړېده ۔
هغوي د وطن لپاره د ځانونو قرباني ورکولو باندې شهيدانو ته د عقيدت پيرزوني وړاندې کړي او وئيلي دي چې د هغوي قربانۍ به هميشه ياد ساتلې شي

