د تحريک انصاف قامي اسمبلۍ رکن جنيد اکبر خلاف اين سي سي آئي اے کښې مقدمه درج شوې، مقدمه د رياست مدعيت کښې درج شوې، چې پکښې د جنيد اکبر د متنازعه بيان ويډيو کښې دهمکي آميز حواله ورکړې شويده، جنيد اکبر خلاف د پيکا ايکټ مختلفو دفعاتو لاندې مقدمه درج شوې،د مقدمې متن مطابق ملزم خپل خطاب کښې د اسلام آباد نه سومنات جوړولو اعلان کړې وو ۔
اسلام آباد کښې د نيشنل سائبر کرائم انوسټي ګيشن ايجنسي کښې د پيکا ايکټ لاندې د پي ټي آئي قامي اسمبلۍ غړي جنيد اکبر خلاف مقدمه درج شوې ۔
پوليس سټيشن اين سي سي اے آئي سائبر کرائم رپورټنګ سنټر کښې د رياست په مدعيت کښې مقدمه درج کړې شوې ، مقدمه کښې د جنيد اکبر په ويډيو کښې د دهمکي آميز بيان حواله ورکړې شوې ۔
جنيد اکبر خلاف مقدمه د پيکا ايکټ د مختلف دفعاتو تخت درج کړې شوې ، د مقدمې متن مطابق ملزم خپل خطاب کښې د اسلام آباد نه سومنات جوړولو اعلان کړې وو،کوم سره چې ويره ترهه او عوامي تحفظ ته خطره جوړه شوې ۔
د ايف آئي آر مطابق جنيد اکبر په ښکاره توګه د رياست بيانيه خورولو الزام لګولي ، جنيد اکبر دغه بيان د خپل سوشل ميډيا اکاونټونو نه شيئر کړې وو ۔

