باجوړ کښې د ناوګئۍ تحصيل سرحدي سيمه چارمنګ کښې بمي چاؤدنه شوې، چاؤدنه کښې دوه زنانه ژوبل شويدي، ژوبل شوي زنانه مرګوني حالت کښې هسپتال ته رسولې شوي دي ۔
د قبائلي ضلع باجوړ په تحصيل ناوګۍ سرحدې علاقه چارمنګ کښې د لرګو په ډهيرې کښې پراتۀ بارودي مواد ډزيدو سره چاؤدنه شوې ده ۔
باجوړ پوليس تصديق کړې چې بمي چاودنې په نتيجه کښې دوه زنانه سخت ژوبل شوي دي ، چاودنه کښې ژوبل شوي زنانه په تشويشناک حالت کښې په فوري توګه نيزدې هسپتال ته منتقل کړې شوي
باجوړپوليس او نورو امدادي ادارو سيمه ولقه کښې اخستو وروستو نورې پلټنې شروع کړېدي ۔

