اسلام آباد( ارشد اقبال) جسټس يحيیٰ آفريدي په دري ويشتمه جنورۍ کال نورلس سوه پنځه شپيتم کښې ډيره اسماعيل خان کښې پيدا شوې وو،هغه د کوهاټ آدم خيل آفريدي قبيلې سره تعلق ساتي ۔
د سپريم کورټ ويب پانړې موجود معلوماتو مطابق جسټس يحيیٰ آفريدي تعلق د عوامي خدمت کونکي يو نامتو خاندان سره وئيلي کيږې ۔
نامزد چيف جسټس پاکستان خپل اولنې تعليم د لاهور ايچي سن کالج کښې حاصل کړې او بيا ئې پوليټيکل سائنس او اکنامکس کښې د لاهور ګورنمنټ کالج نه ګريجويشن او بيا هم دې مضمون کښې ماسټر ډګري حاصل کړې وه ۔
دې نه پس جسټس يحيیٰ آفريدي کامن ویلتھ سکالر شپ باندې د کيمبرج يونيورسټۍ نه د ايل ايل ايم ډګري ترلاسه کړې وه ۔دغه ډګرۍ نه پس جسټس يحيیٰ آفريدي پيښور کښې وکالت او خېبر لا کالج کښې ليکچرر په حيث فرائض ترسره کړې وو ۔
کال نورلس سوه نوي کښې جسټس يحيیٰ آفريدي ته پيښور کښې د وکيل په توګه لائسنس ميلاؤ شوې وو او بيا دوه زره څلورم کښې د سپريم کورټ د وکيل لائسنس هم ورته ميلاؤ شوې وو ۔
جسټس يحيیٰ آفريدي دې سره سره د خيبر پښتونخوا اسسټنټ ايډوکيټ جنرل په څوکۍ هم ذمه وارۍ ترسره کړيدي ۔
دوه زره لسم کښې جسټس يحيیٰ آفريدي د پيښور هائيکورټ ايډيشنل جج په څوکۍ مقرر شوې وو او بيا په پنځلسم مارچ دوه زره پنځلسم کښې د پيښور هائيکورټ مستقل جج مقرر شوې وو۔
په ديرشم دسمبر کال دوه زره شپاړسم کښې جسټس يحيیٰ آفريدي د پيښور هائيکورټ چيف جسټس مقرر شوې وو ، هغه د قبائلي علاقې اولنې چيف جسټس وو ۔
جسټس يحيیٰ آفريدي دغه ذمه وارۍ ترسره کولو نه پس په اته ويشتم جون کال دوه زره اتلسم کښې د سپريم کورټ جج په حيث مقرر شوې وو ۔
جسټس يحيیٰ آفريدي يو شمير اهم فيصلو کښې د سپريم کورټ د بنچز برخه پاتې شوې او يو شمير فيصلو سره ئې اختلاف هم کړې او باقاعده اختلافي نوټس ئې هم جاري شويدي ۔