دپاکستان،سعودي عرب او ترکيه ترمينځ مشترکه دفاعي معاهدې باندې باضابطه لاس ليک شويدې،لوظنامې ته مکه مشترکه دفاعي معاهدې نوم ورکړې شوې دې ۔
مکه مکرمه: سعودي عرب کښې د پاکستان، ترکيه او سعودي چارواکو د درې واړو ملکونو ترمينځ دفاعي معاهدې باندې باضابطه لاس ليک کړې دې ۔
د خارجه دفتر ترجمان وئيلي دي چې معاهدې سره به په يو ملک حمله درې واړو ملکونو باندې حمله ګڼرلې کيږي، تاريخي معاهده باندې وزيراعظم شهباز شريف ، سعودي ولي محمد بن سلمان او ترک صدر طيب اردووان دستخط کړ ۔
معاهدې مقصد دفاعي صلاحيت مضبوطول،منطقه او نړۍ کښې امن، سلامتيا او استحکام ته وده ورکول او مشترکه سلامتيا يقيني کول دي ۔
د خارجه دفتر ترجمان وئيلي چې د پاکستان،سعودي عرب او ترکيه دي معاهدې مقصد د څه قسمه جارحيت خلاف د مشترکه دفاعي صلاحيت مضبوط جوړول دي ۔
دې نه وړاندې د وزير اعظم شهباز شريف مکه کښې د سعودي عرب ولي عهدمحمد بن سلمان ملاقات شوې ، ملاقات کښې د خطې په صورتحال او د دواړو ملکونو شراکت داري نور مضبوط جوړولو باندې د خيالاتو بدلون شوېدې ۔
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او فیلډ مارشل سید عاصم منیر د سعودي ولي عهد په خصوصي دعوت باندې د سعودي عرب په دوره دي ۔

