لبيک اللهم لبيک، لبيک لا شريک لک لبيک،د حج رکن اعظم وقوف عرفه ادا شوي ، د عرفات په لوئي ميدان کښې خواؤ شا پنځلس لکه حاجيان راجمع شويدی،د مسجد الحرام امام و خطيب شيخ ډاکټر ماهر بن حمد د حج خطبه وړاندې کړي مسجد نمره کښې د ماسپخين او مازيګر مونځونه يو ځائې ادا کړے ، عازمين حج به مزدلفي ته ځي.
عازمين حج د سحرمونځ نه پس د مني څخه د عرفات ميدان ته رسيدلي وو ،د مسجد الحرام امام و خطيب شيخ ډاکټر ماهر بن حمد د حج خطبه وړاندې کړي،د حج خطبه کښي دالله تعالي په احکاماتو او نبي پاک په تعليماتو په عمل کولو زور راوړے شوے ، مسجد الحرام امام په مسلمانانو د مصيبتونو او فساد نه لري اوسيدو زور راوړے د خطبي روسته عازمين حج د ماسپخين او مازيګر نمونځونه په يو ځائي ادا کړي ، حجاج کرام به د نمر پريوتو پوري وقوف کوي
د نمر پريوتو سره به عازمين حج قافلي مزدلفه ته ځي ، مزدلفه کښي به ماښام او ماسخوتن مونځونه يو آذان او دوه تکبيرونو سره په يو ځائي ادا کيږي ۔
په لسم ذي الحج صبا له به حجاج کرام سحر نمونځ ادا کولو پس واپس مني ته روانيږي ، بيا به شيطان په کانړو ويشتو روسته عازمين حج د الله تعالي په لار کښي قرباني ورکوي ،دي پس به حجاج کرام احرام کهولاوي ۔