د بلوچستان هائي کورټ د غنمو په اخستو کښې د بد نظمي په اړه د مقدمې فيصله محفوظ کړې او د غنمو په وړلو او راوړلو باندې د دفعه ېوسل څلورڅلوېښت د ختمولو حکم يې کړی، او عدالت د حکومت لخوا د ېولک پېنځوس بورې غنمو د اخستلو اجازت رد کړی دی.
په بلوچستان هائي کورټ کښې د غنمو په پېداوار کښې د بې قاعدګۍ د مقدمې اورېدنه د بلوچستان هائي کورټ د چيف جسټس جسټس هاشم کاکړ او جسټس شوکت رخشاني په مشرۍ کښې بېنچ وکړه. د بلوچستان وزیر اعلی میر سرفراز بګټي عدالت ته حاضر شو. د دې نه علاوه د خوراک څانګي لخوا د محکمي ملازمين وړاندې شوو ،او خرچې لسټ يې هم عدالت ته وړاندې کړو . د اورېدنې په مهال د بلوچستان هائي کورټ چيف جسټس امر وکړو چې د غنمو په وړلو او راوړلو باندې د ېوسل څلور څلوېښت دفغه ختم کړل شي.
چيف جسټس ريمارکس ورکړل چې نصير آباد ډويژن کښې هر کال يو کروړ شل لکه غنم پيدا کيږي، حکومت د ېوسل څلور څلوېښت دفعه نافذولو سره يواځې پېنڅه لاکه بورۍ غنم اخلي، په داسې حال کې چې پېنځه نوي لاکه بورۍ د خلکو په کورونو کې پرتې دي، او خرابيږي. ورسته عدالت دلائل اوريدلو نه
پس د غنمو دخرڅولو کيس کښې خپله فيصله محفوظه کړه۔