جماعت اسلامي د پاکستان تحريک انصاف سره اتحاد نه کولو فيصله کړې، د جماعت اسلامي ترجمان قيصر شريف وئيلي چې مونږ حتمي فيصله کړيده چې پي ټي آئي سره هيڅ قسم مرسته نه شوو کولے.
د جماعت اسلامي ترجمان قيصر شريف وئيلي دي چې پي ټي آئي په وفاقي سطع يو بل سياسي جماعت سره اتحاد کړې، صرف خېبر پښتونخوا کښې پي ټي آئي سره اتحاد کولو هيڅ جواز نه جوړيږي، پي ټي آئي سره په دوانړو حکومتونو خبرې اترې شوې وې،
بلخوا د پي ټي آئي رهنما بيرسټرسيف وئيلي دي چې وس د جماعت اسلامي صوبه کښې نمائندګې ختمه شوې، نو ځکه پي ټي آئي، د جماعت اسلامي سره حکومت جوړولو هيڅ جواز نه جوړيږي، بيرسټر سيف زياته کړه چې جے آئي سره صرف خيبرپښتونخوا کښې حکومت جوړولو په اړه خبرې شوې وې،،،