اليکشن کميشن پشين او قلعه عبدالله کښې شوې چاودنو نوټس اخستې، اليکشن کميشن چيف سيکرټري او آئي جي بلوچستان نه رپورټ طلب کړې او پيښه کښې ککړ ملزمانو خلاف ئي د فوري کارروائي کولو حکم کړې.
د بلوچستان پشين او قلعه عبدالله کښې دهماکو وروستو اليکشن کميش د پيښې نوټس اخستې، اليکشن کميشن چاودنو باندې د افسوس اظهار کړې ،او وئيلي دي چې څوک چې هم په دې پيښو کښې ککړ وي نو هغوې خلاف دې په فوري توګه کارروائي اوکړې شي، اليکشن کميشن د بلوچستان چيف سيکرټري او آئي جي نه رپورټ طلب کړيدے.