د پي سي بي نوي چئيرمين به څوک وي ؟ فيصله به سبا کيږي ، پي سي بي چئيرمين ټاکنو لپاره مهمه غونډه طلب ، د پنجاب نګران وزيراعلي محسن نقوي چئيرمين لپاره مضبوط اميدوار.
پاکستان کرکټ بورډ نوي چئيرمين ټاکنو لپاره د پي سي بي ګورننګ بورډ مهمه غونډه سبا نيشنل کرکټ اکيډمي لاهور کښې طلب کړلي شوي ، پي سي بي چيف اليکشن کمشنر شاه خاور به د غونډي مشري کوي
غونډه کښې به د پي سي بي ګورننګ بورډ غړي نوي چئيرمين ټاکنو لپاره خپل حق رائے دهي استمالوي ، پي سي بي پيټرن انچيف لخوا نګران وزيراعلي پنجاب محسن نقوي او مصطفي رمدے نومونه ګورننګ بورډ کښې شامل کړلي شوي دي ترڅنګ آزاد جمو کشمير ، ډيره مراد جمالي ، لاړکانه ، بهاولپور ، سوئي نادرن ګيس ، غني ګلاس سټيټ بينک او پي ټي وي نمائندے د ګورننګ بورډ غړو کښې شامل دي
غونډه کښې به وزرات بين الصوبائي سيکرټري يا نمائنده به نان ووټنګ غړي په حيث شرکت کوي ، پي سي بي سرچينو ترمخه د پنجاب نګران وزيراعلي محسن نقوي پي سي بي چئيرمين لپاره مضبوط اميدوار دے