صوبائي سيکرټري صحت محموداسلم وزيروئيلي چې د پوليو موذي مرض ختمول د حکومت اولين ترجيح ده او د دې مقصد دپاره ټول ممکن کوششونه جاري دي،دوي وئيلي دي چې د ټول ملک او په خاص توګه د خيبر پښتونخوا نه به پوليو په مکمله توګه ختمولې شي.
په صوبائي سطح د قومي انسداد پوليو مهم د افتتاح پرمهال سيکرټري صحت محموداسلم وئيلي چې انسداد پوليو قومي ايمرجنسي ګرځولې شويده،ځکه پکار ده چې والدين د انسداد پوليو مهم پرمهال د پنځو کالو نه کم ماشومانوته د پوليو د بچاو قطري ورکړي،
دوي وئيلي چې د معاشرې مختلف طبقات بالخصوص ډاکټران، علمائے کرام، سول سوسائيټي او ميډيا له پکار ده چې د پوليو خاتمې لپاره خپله قومي فريضه ترسره کړي،
په روان مهم کې به څلور اويا لکهه شپږ اويا زره نه هم سيوا ماشومانو ته د پوليو قطرې ورکولې شي مهم به پنځه ورځي مشتمل وي کوم به چې د اووه ويشتم نومبر نه شروع کولې شي،
مهم به په ضلع پيښور ، مردان،کوهاټ ، ملاکنډ او هزاره ډويژن پنځه ضلعو کې ترسره کيږي،
د مهم لپاره د پوليو ورکرانو يوديرش زره دري سوه دوه نوي ټيمونه تشکيل کړے شوي،چې پکې اووه ويشت زره نهه سوه څليريشت موبائيل ټيمونه او نورلس سوه اته پنځوس فکسډ ټيمونه،ديارلس سوه اووه ديرش ټرانزټ ټيمونه او يو سل دري اويا رومنګ ټيمونه تشکيل کړے شوي،د دې ټيمونو د موثر نګراني لپاره شپږ زره نهه سوه شپږ پنځوس ايريا منيجرز تعينات کړے شوي،
په دې موقعه کوارډينيټر اي او سي عبدالباسط،ډپټي کوارډينيټر محمدذيشان د يونيسف او ډبليو ايچ او نمائندګان هم موجود وو.