ډالر په قدر کښي د اضافے سلسله جاري، نن انټربينک کښې ډالر نور يو پنځوس پيسے ګران شويدے، چي ورسره د ډالر نوي قيمت دوه سوه، شپږ اتيا روپۍ او نوي پسے ته رسيدلے دے، بلخوا د سرو زرو په قيمت کښي هم دوه سوه روپۍ في توله اضافه شوي، چي ورسره د يوي تولي قيمت دوه لکه، څوارلس زره، او دوه سوه روپۍ ته رسيدلے دے.
د کاروباري هفتے په دريمه ورځ هم ډالر قدر کښي اضافه ريکارډ شويده، د سټيټ بينک اعدادشمار مطابق د مارکيت بنديدو پوري انټربينک کښي ډالر قدر يوپنځوس پيسے نور سيوا شويدے
رپورټ مطابق د تازه اضافے سره انټربينک کښې د ډالر قيمت دوه سوه، شپږ اتيا روپۍ او نوي ته پيسے ته رسيدلے دے ، تيره ورځ ډالر په دوه سوه، شپږ اتيا روپۍ او نهه ديرش پيسے باندي بند شوي ووم
بلخوا آل پاکستان جيمز اينډ جيوليز ايسويسي ايشن مطابق د سرو زرو په قيمت کښي هم دوه سوه روپۍ في توله اضافه ريکارډ شويده، چي ورسره د يوي تولي نرخ دوه لکه، څوارلس زره، او دوه سوه روپۍ ته رسيدلے دے