وفاقي حکومت د پټرول او ډيزل نرخ کښې اضافه کړې ده او دې حوالې سره پټروليم ډويژن له لوري اعلاميه هم جاري کړې شوې ده ۔
اسلام آباد: پټروليم ډويژن له لوري جاري نوټي فکيشن کښې وئيلي شوي چې پټرول نرخ کښې لټر په سر يو روپۍ ، څلور پنځوس پيسې اضافه شوې، چې ورسره د پټرول في لټر نوې قيمت درې سوه، نهه اوويا روپۍ او پنځه ويشت پيسې مقرر کړې شوې دې ۔
نوټي فکيشن مطابق د ډيزل نرخ کښې دوه روپۍ ، شپاړس پيسې في لټر اضافې اعلان شوې، چې ورسره د ډيزل نوې قيمت درې سوه، پنځه نوي روپۍ او دوه اتيا پيسې في لټر مقرر کړې شويدې ۔
نوټي فکيشن کښې مخکښې وئيلي شوي چې اوګر د پټروليم پرائسنګ مکينزم لاندې د اووۀ ويشتم اکتوبر لپاره د پټروليم مصنوعاتو ايکس ډپو قيمتونو کښې ردو بدل کړې دې ۔

