د پاکستان او سری لنکا ترمينځ د اولني ټيسټ ميچ اولنۍ ورځې لوبه د کمې رڼا لوجې د وخت نه مخکښې ختم شوې،پاکستان پنځه وکټو په زيان دوه سوه، يو اتيا رنز جوړ کړي، چې پکښې طيب عارف اووۀ پنځوس، کپتان بابر اعظم پنځوس، محمد طٰه يو پنځوس، آذان اويس ديرش، سلمان آغا شپاړس رنز جوړ کړې، سعود شکيل په اووۀ پنځوس او غازي غوري په اووۀ رنز ناټ آؤټ دي، سري لنکا طرف نه اسيتها فرنينډو دوه وکټې اخستي دي ۔
پنډۍ کښې جاري د اولني ټيسټ ميچ په اولنۍ ورځ د کمې رڼا لوجې د اووۀ شپيتۀ اعشاريه دوه اوورز لوبه شوې ده ۔
سري لنکا ټس ګټلو نه پس پاکستان ته اول د بېټنګ کولو دعوت ورکړې وو، د اولنۍ ورځې لوبه ختميدو پورې پاکستان اولني اننګز کېښ پنځه وکټو په زيان دوه سوه، يو اتيا رنز جوړ کړيدي ۔
پاکستان طرف نه طيب عارف اووۀ پنځوس، کپتان بابر اعظم پنځوس، محمد طٰهٰ يو پنځوس، آذان اويس ديرش، سلمان آغا شپاړس رنز جوړ کړې ۔
سعود شکيل په اووۀ پنځوس او غازي غوري په اووۀ رنز سره په وکټ موجود دي، سري لنکا طرف نه اسيتها فرنينډو دوه وکټې اخستي دي ۔

