د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي چې د ترهه ګرۍ خلاف جهګړه زمونږ اولنۍ ترجيح ده، د اولس اعتماد بحالولو نه بغير کاميابي ممکنه نۀ ده او د شکست تصور به خپل ذهنونو څخه ويستل وي، هغه د داخله او قبائيلي چارو مشير او د داخله محکمې سيکرټري سره په ګډه خبري غونډه کښې د ترهه ګرۍ خلاف د يووالي او د امنيت په اهميت زور راوړې دې ۔
پيښور کښې ګورنر خېبر پښتونخوا فيصل کريم کنډي وئيلي دي چې په تېر وخت کښې دا بيانيه خوره کړې شوې وه چې د ترهه ګرۍ خلاف جهګړه زمونږ نا بلکه د بل هېواد جنګ دې، د داسې تصوراتو لوجې په اولس کښې بے اعتمادي پيدا شوې وه، چې ختمول ئې ضروري دي ۔
هغه وئيلي دي چې په دوه زره اتم کال کښې صوبه د بارودو، ځانمرګي بريدونو او ټارګټ کلنګ په ولقه کښې وه، سخت دريزو په سوات قبضه کوله ، خو د آپرېشن له لارې سيمه د ترهه ګرو نه پاکه کړې شوې وه او بے کوره شوي خلق خپلو کورونو ته بېرته آباد کړې شوي وو ۔
فيصل کريم کنډي اووئيل چې د ترهه ګرۍ خلاف جهګړه کښې د نرمۍ ګنجائش نشته، د پوليس او ځائي مشرانو ترمينځ رابطې مضبوطول او د اولس اعتماد ترلاسه کول ضروري دي، د امنيت نه بغير پرمختګ ممکن نۀ دې او خلق بائد ډاډه وي چې د هغوي ماشومان سکولونو، کالجونو او ميدانونو ته په محفوظ ډول تلې او بېرته راتلې شي ۔
هغه د ځوانانو په مثبتو هلو ځلو کښې د بوختولو او د هغوي د صلاحيتونو په کارولو زور راوړې او وئيلي دي چې اوس د بېرته ګرځېدو ګنجائش نشته، د شکست تصور به د خپل دماغو نه ويستل وي او هر وګړې دې د پاکستان په تاريخ کښې د مثبت کردار ادا کولو لپاره خپله برخه ترسره کړي ۔

