پاکستان د ون ډے سيريز فائنل کښې سري لنکا ته شکست ورکړې او ټرافي ئې په خپل نوم کړېده، لاهور کښې لوبيدلې فائنل ميچ کښې د سري لنکا درې سوه شپږ ويشت رنز هدف قامي ټيم پورا کړې او ميچ ئې ګټلې دې، فخر زمان شاندار يوسل اووۀ ويشت رنز جوړ کړي او د ميچ ګټه کښې ئې اهم کردار لوبولې دې ۔
فائنل مقابله کښې سري لنکا وړومبې بېټنګ کولو سره په ټاکلي پنځوس اوورونو کښې د اتو وکټو په زيان درې سوه پنځۀ ويشت رنز جوړ کړي وو، کامندو مينډس د دولس چوکو او دوه چهکو په مرسته يوسل يو ديرش رنز جوړ کړي وو ۔
پون رتهنائیکې اووه اوويا او اوېشکا فرنانډو اته ديرش رنز ترلاسه کړل، د پاکستان لخوا سلمان علي آغا، شاهين شاه آفريدي، حارث رؤف او نسيم شاه دوه، دوه وکټې ترلاسه کړې ۔
د درې سوه شپږويشت رنز هدف په تعاقب کښې فخر زمان يوسل اتوويشت رنزونو سره د پاکستان کاميابۍ کښې مهم کردار ادا کړو. سعد بېګ څلور اوويا او عرفات منهاس يوشپيته رنز جوړ کړي وو ۔
حسن نواز په اووه ديرش رنزونو ناټ آؤټ پاتې شوې وو، پاکستان هدف په نهه څلويښتم اوور کښې د اووۀ وکټو په زيان هدف ترلاسه کړې او ټرافي ئې په خپل نوم کړې ۔
پاکستان په درې ملکي سيريز کښې د فائنل سره پنځه ميچونه لوبولي، څلور ئې ګټلي او يو ئې بايللې،پاکستان په وړومبي ځل په کورنې ميدان نړيوال ايونټ ګټلې،پاکستان دوه زره اته کښې په بنګله دېش کښې د يو ورځني لوبو درې ملکي سيريز ټائټل ګټلې وو ۔
شاندار بيټنګ باندې فخر زمان د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شوې او شاندار آل راؤنډ کارکردګۍ باندې عرفات منهاس ته د سيريز بهترين لوبغاړي انعام ورکړې شويدې ۔

