وفاقي حکومت په خېبر پښتونخوا کښې د فوج تعيناتۍ منظوري ورکړېده، داخله وزارت طرف نه جارې اعلاميې مطابق فوج به د سول انتظاميې تعاؤن او د خلقو تحفظ لپاره صوبه کښې تعينات وي، اعلاميې ترمخه فوج به د اولس د جان و مال، سرکاري تنصيباتو د سيکيورټي ذمه وارۍ ترسره کوي، دا تعيناتي به د ايمرجنسي پورې برقرار وي ۔
اسلام آباد: د داخله وزارت له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې خېبر پښتونخوا کښې ايمرجنسي او ګورنر راج دوران فوج هم تعينات کړې شوې دې، فوج به د ايمرجنسي نفاذ پورې صوبه کښې تعينات وي ۔
اعلاميې ترمخه صوبه کښې د فوج تعين به ګورنر خېبر پښتونخوا د جي ايچ کيو او ملټري آپريشنز ډائريکټوريټ سره په شريکه کوي ۔
د داخله وزارت اعلاميه کښې مخکښې وئيلي شوي چې فوج به د سول انتظاميې تعاؤن او د خلقو تحفظ لپاره صوبه کښې تعينات وي، اعلاميې ترمخه فوج به د اولس د جان و مال، سرکاري تنصيباتو د سيکيورټي ذمه وارۍ ترسره کوي، دا تعيناتي به د ايمرجنسي پورې برقرار وي ۔

