پاکستان اولني ټي ټوينټي ميچ کښې سري لنکا ته په څلور وکټو ماتې ورکړې او د درې ميچونو سيريز کښې ئې يو صفر سره برتري ترلاسه کړې، د سري لنکا د يو سل، درې اتيا رنز هدف قامي ټيم نورلس اوور کښې شپږ وکټو په زيان پورا کړې او ميچ ئې ګټلې دې، پاکستان طرف نه کپتان صاحبزاده فرحان شاندار نهه اتيا او معاذ صداقت پنځوس رنز جوړ کړيدي
پنډۍ کرکټ سټيډيم کښې لوبيدلې د ټي ټوينټي سيريز اولني ميچ کښې ميلمه ټيم سري لنکا ټاس ګټلې وو او په خپله ئې اول د بيټنګ فيصله کړې وه ۔
سري لنکا مقرره اوورز کښې اتۀ وکټو په زيان يو سل دوه اتيا رنز جوړ کړي وو ، چې پکښې لهيرو اډاره شاندار يو نوي او کمنډو مينډس دري ويشت رنز باندې آؤت شوي وو ۔
پاکستان طرف نه نسيم شاه شاندار بولنګ کړې او درې وکټې ئې اخستې وې، محمد عمران دوه، رضا الله، شاداب خان او صائم ايوب يو، يو وکټ په خپل نوم کړې وه ۔
قامي ټيم مقرره هدف شپږ وکټو په زيان نورلسم اوور کښې پورا کړې او ميچ ئې ګټلې دې ،پاکستان طرف نه کپتان صاحبزاده فرحان شاندار بيټنګ کړې او نهه اتيا رنز باندې آؤټ شوې او د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔
معاذ صداقت پنځوس، فخر زمان يويشت، صائم ايوب اتۀ او حسن نواز يو رن باندې آؤټ شوې وو ، خواجه نافع دولس رنز باندې ناټ آؤت پاتې شوې وو، سري لنکا لخوا احسان ملينګا او مهيش تهيکشانه دوه، دوه وکټې اخستې وې ۔

