وفاقي آئيني عدالت د خېبرپښتونخوا وزيراعلى سهيل آفريدي د نااهلۍ په اړه درخواست سماعت لپاره مقرر کړيدې،د کيس سماعت به پنځلسم اکتوبر باندې کيږي ۔
اسلام آباد: وفاقي آئيني عدالت د پي ټي آئي قامي اسمبلۍ رکن شير افضل مروت ايډووکيټ درخواست سماعت لپاره مقرر کړېدې، درخواست د علي امين ګنډاپور واپس وزيراعلى جوړولو او سهيل آفريدي نااهله ګرځولو لپاره دائر شويدې ۔
دغه درخواست د باني پي ټي آئي لخوا د علي امين ګنډاپور د څوکۍ نه لرې کولو او سهيل آفريدي وزيراعلى جوړولو خلاف دائر شوې وو ۔
چيف جسټس امين الدين په مشرۍ کښې قائم بنچ به سماعت کوي، دغه درخواست قامي اسمبلۍ کښې د پي ټي آئي رکن شير افضل مروت جمع کړې ۔
دريز ئې خپل کړې چې باني پي ټي آئي سزايافته دې، د هغه په حکم يو منتخب وزيراعلى نۀ شي لرې کيدې او نۀ بل وزيراعلى منتخب کيديشي ۔
بلخوا يو سل نوي ملين پاؤنډ کيس کښې د باني پي ټي آئي کورودانه بشرى بي بي ضمانت درخواست هم سماعت لپاره مقرر شوې، او د دې درخواست سماعت به هم په پنځلسم اکتوبر کيږي ۔

