وزيراعظم شهباز شريف يو ځل بيا تحريک انصاف ته د مذاکراتو وړانديز کړې،او وئيلي دي چې د لانګ مارچ او دهرنې د ختمولو په شرط پي ټي آئي سره خبرو لپاره تيار يو،اسلام آباد کښې کشمير چوک انډر پاس منصوبې پرانستې په حواله دستورې ته وينا په وخت وزيراعظم وئيلي دي چې دهرنې او احتجاجونه د ملک او معيشت لپاره نقصاني دي ۔
اسلام آباد کښې يوې دستورې ته په خطاب کښې وزيراعظم شهباز شريف وئيلي چې حکومت د دوه نيمو کالو د محنت او ټيم ورک د لارې د ملک معيشت په خپلو پښو اودرولې دې، ميکرو اکنامک استحکام په ډېره سختۍ ترلاسه شوې دې ۔
وزيراعظم شهباز شريف يو ځل بيا پي ټي آئي ته د مذاکراتو وړانديز کړې او وئيلي دي چې د مذاکراتو د کاميابولو حکومتي کوششونه نتيجه خېز نۀ شو ۔
وزيراعظم اووئيل چې يو خوا د ملک د پرمختګ او خوشحالۍ عمل روان دې، بلخوا د احتجاجونو له کبله د برآمداتو، درآمداتو او په مينوفيکچرنګ د بدو اثراتو پريوتو انديښنه ده ۔
وزيراعظم زياته کړې چې د دهرنو او احتجاجونو د سياست وړومبې اثر به په معيشت وي، هغه سوال کړې چې د پرمختګ د پهيه بيا اودرول او د پاکستان نړيوال شهرت ته زيان رسول به څنګه د ملک په ګټه وي ۔
وزيراعظم شهباز شريف پي ټي آئي ته وئيلي چې مارچونه او دهرنې دې ختمې کړې شي، که مارچ او دهرنې ختمې کړې شي نو حکومت به ورسره مذاکرات هم اوکړي ۔

