ډي آئي خان کښې د ترهه ګرۍ دوه پيښو کښې د کسټم او پوليس محکمو پنځه اهلکاران شهيد شويدي، پوليس چارواکو ترمخه بهايه پُل سره نيزدې د نامعلومه وسله والو ډزو کښې د کسټم څلور اهلکار شهيد شوي، بائي پاس سره نيزدې د نامعلومه کسانو په ډزو يو ټريفک اهلکار شهيد او دوه ژوبل شويدي، پوليس د پيښو تحقيقات شروع کړيدي ۔
ډيره اسماعيل خان: پوليس چارواکو مطابق د ډي آئي خان مختلفو علاقو کښې ترهه ګرو ډزې کړي، چې پکښې د کسټم محکمې څلور او پوليس محکمې يو اهلکارا شهيدان شويدي ۔
ډي پي او ډي آئي خان وئيلي چې ړومبنی پيښه کښې قريشي موړ لوباوه پل باندې ترهه ګرو د کسټم محکمې په اهلکارو ډزې کړي ،چې په نتيجه کښې ئې د کسټم څلور اهلکاران شهیدان شويدي ۔
ضلعي پوليس مشرا مخکښې اووئيل چې د پېښې وروسته ترهه ګر د موقعې څخه په تېښته کښې بریالي شوي دي ۔
پوليس چارواکو ممطابق دوئمه پېښه د بائي پاس سره نيزدې رامخې ته شوې، چرته چې ترهه ګرو د ټريفک پولیس باندې ډزې کړي، د ډزو په نتيجه کښې یو ټريفک پولیس اهلکار شهید او دوه نور ژوبل شويدي ۔
ريسکيو د کسټم او پوليس اهلکارانو مړي او ژوبل اهلکار ډسټرکټ هسپتال ته منتقل کړي دي ۔
پولیس چارواکو زياته کړې چې د دواړو پېښو پلټنې پیل کړې شوي، او د ترهه ګرو د نیولو لپاره په بېلابېلو سیمو کښې لټوني عملیات هم شروع کړې شويدي ۔

