د حکومت او پي ټي آئي پشمول اپوزيشن جماعتونو ترمينځ د مذاکراتو دوئم دور جاري، په دې موقع د لانګ مارچ ملتوي کولو پشمول مختلف آپشنز باندې غور کړې ، د مذاکراتو مشري د قامي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق کوي، او د مسلم ليګ ن، پيپلز پارټۍ او اپوزيشن جماعتونو مشرانو ګډون کوي ۔
اسلام آباد کښې تيره ورځ د مذاکراتو اولني دور کښې حکومتي وفد په اپوزيشن واضحه کړې چې احتجاج او انشتار سره رعايتونه چرې هم نۀ ميلاويږي، او کۀ چرې اپوزيشن ته رعايت پکار وي نو سنجيدګۍ مظاهره به کول وي ۔
حکومتي وفد په پي ټي آئي واضحه کړې که چرې اپوزيشن په خپل ضد ولاړ وي نو آئين کښې د ګورنر راج او ايمرجنسي لار موجود ده ۔
بلخوا پي ټي آئي حکومتي مذاکراتي وفد ته وئيلي چې د پارټۍ سياسي کميټۍ سره به مشاورت کوي، او سهيل آفريدي سره به هم خبره کولې شي ۔
ذرائعو ترمخه حکومتي ټيم دا هم واضحه کړې چې مذاکراتو کښې به د باني پي ټي آئي خوشې کيدو په معامله بالکل خبرې نۀ کيږي ۔

