د حکومت او پي ټي آئي ترمينځ د مذاکراتو اولني دور اندروني کهاني مخې ته راغلې، ذرائعو وئيلي چې حکومت واضحه کړې چې احتجاج او انشتار سره رعايتونه نۀ ميلاويږي، کۀ رعايت پکار وي نو سنجيدګې مظاهره به کول وي، حکومتي وفد وائي که چرې اپوزيشن په خپل ضد ولاړ وي نو د ګورنر راج او ايمرجنسي لار موجود ده، پي ټي آئي وفد وئيلي چې سياسي کميټۍ سره به سلا مشوره کولې شي او سهيل آفريدي سره به هم خبره کوي ۔
اسلام آباد کښې د مذاکراتو اولني دور کښې حکومتي وفد په اپوزيشن واضحه کړې چې احتجاج او انشتار سره رعايتونه چرې هم نۀ ميلاويږي، او کۀ چرې اپوزيشن ته رعايت پکار وي نو سنجيدګۍ مظاهره به کول وي ۔
حکومتي وفد په پي ټي آئي واضحه کړې که چرې اپوزيشن په خپل ضد ولاړ وي نو آئين کښې د ګورنر راج او ايمرجنسي لار موجود ده ۔
بلخوا پي ټي آئي حکومتي مذاکراتي وفد ته وئيلي چې د پارټۍ سياسي کميټۍ سره به مشاورت کوي، او سهيل آفريدي سره به هم خبره کولې شي ۔
ذرائعو ترمخه حکومتي ټيم دا هم واضحه کړې چې مذاکراتو کښې به د باني پي ټي آئي خوشې کيدو په معامله بالکل خبرې نۀ کيږي ۔

