فيلډ مارشل سيد عاصم منير مشرۍ کښې کور کمانډرز کانفرنس شوې، آئي ايس پي آر ترمخه فورم واضحه کړې چې د نهمې مئي په شان پرتشدد حالات پيدا کولو اجازت به هيچا ته ورنۀ کړې شي، او داسې حالات قابو کولو مکمل کوشش به کولې شي، آئي ايس پي آر وئيلي چې د کانفرنس ګډون والو د شهدا قربانو ته خراج تحسين کړې، او واضحه کړې ده چې ترهه ګرۍ خلاف ټارګټډ کاروائيانې د پاکستان دفاعي حق دې ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري شوې بيان کښې وئيلکي شوي چې د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ کښې کورکمانډرانو کانفرنس شوې دې ۔
کانفرنس کښې د مسلح افواج، قانون نافذ کوونکو ادارو او د هېواد په دفاع کښې د شهيد شوي سيکيورټي اهلکارانو او ملکي وګړو لپاره فاتحه خواني شوې او د شهيدانو قربانو ته د عقيدت پېرزونې هم وړاندې شوي دي ۔
دکانفرنس ګډونوالو وئيلي چې افغانستان نه کېدونکې ترهه ګرۍ خلاف کاروائۍ د پاکستان دفاعي حق دے، د هند د آلې په توګه استعمال د ترهه ګرۍ ذمه واري د افغان طالبانو په سر ده ۔
فورم د ترهه ګرو خلاف د قانون نافذ کونکو ادارو د انټيلي جنس بيسډ کاروائيانو ستائنه کړې او وئيلي دي چې د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره د زمکنو کاروائيانو ترڅنګ غوره انتظامي او حکومتي اقدامات هم ضروري دي ۔
آئي ايس پي آر ترمخه کانفرنس کښې وئيلي شوي چې د ترهه ګرۍ د وجوهاتو په اړه له اولس سره موثره رابطه او د بيانيې په جوړولو کار ضروري دې ۔
کانفرنس کښې وئيلي شوي چې د پاکستان لپاره داخلي استحکام ډېر مهم دے او د هر ډول جواز په بنياد د تشدد، ګډوډۍ يا د نهمې مئي په شان د حالاتو د پيدا کولو اجازت به هيچا ته ورنۀ کړې شي ، داسې حالات قابو کولو مکمل کوشش به کولې شي ۔
په دې موقع چيف آف ډيفنس فورسز سيد عاصم منير وئيلي دي چې انټيلي جنس بيسډ آپريشنز دې نور مضبوطيا سره جاري اوساتلې شي،پاک فوج د ملک دفاع لپاره هر وخت تيار دې ۔

