ډي جي آئي اېس پي آر ليفټيننټ جنرل احمد شريف چودهري په خبري کانفرنس کښې هاغه پخوانې اېس اېس جي حوالدار محمد آصف هم ميډيا ته وړاندې کړو، د چاچې د هندوستان لخوا د مقبوضه کشمير په سيمه کښې د وژلو دعوی شوې وه.،د پاک فوج ترجمان د بهارت دا دعوی د فالس فليګ آپريشن برخه ګرځولي او وئيلي دي چې بهارت د خپلو ناکامو پټولو لپاره په پاکستان تورونه لګوي ۔
پنډۍ کښې خبري غونډې ته وينا کښې ډي جي آئي اېس پي آر وئيلي چې د ستمبر په نهه ويشتمه نېټه د هندوستان لخوا يو فالس فليګ آپريشن کولو دعوی شوې وه ۔
د پاک فوج ترجمان اووئيل چې بهارتي فوج په سوشل ميډيا پروپيګنډه کړې وه چې يو ترهه ګر ئې وژلې او د لشکر طيبه د يو ترهه ګر مړی ئې هم ترلاسه کړې دې ۔
ليفټيننټ جنرل احمد شريف چودهري مخکښې اووئيل چې د هندوستان خبري ادارې د سروس نمبر په ګډون د محمد آصف په اړه دعوې کړې وې ۔
د پاک فوج ترجمان زياته کړې چي هندوستان دغه کس ته د لشکر طيبې کمانډر، ترهه ګر او اېس اېس جي حوالدار نوم ورکړې او د وژلو دعوی ئې کړې ده ۔
ترجمان دا هم وئيلي دي چې هند د پاکستان دننه د ترهه ګرۍ لپاره د ترهه ګرو تنظيمونو ملاتړ کوي او د خپلې ترهه ګرۍ د پټولو لپاره په نورو هېوادونو تورونه لګوي ۔
ډي جي آئي اېس پي آر اووئيل مقبوضه کشمير کښې د زيات شميري بهارتي فوج او نورو ادارو اهلکار موجود دي او د سيمې د خلقو د تګ راتګ په اړه هم محدوديت شته، هغه خبرداری ورکړو که هند د پاکستان خلاف څه اقدام کوي، نو د پاکستان ردومل به د تير کال مئي مياشت نه هم سخت وي ۔

