وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې اعلیٰ پائې اجلاس،ذرائعو ترمخه د اجلاس دوران د ملک سيکيورټۍ او سياسي صورتحال نه علاوه خېبر پښتونخوا کښې ګورنر راج يا د ايمرجنسۍ نفاذ په معاملو غور شوېدے، داخله وزير محسن نقوي د امن و امان په صورتحال وزيراعظم ته بريفنګ ورکړې، وزير قانون اعظم نزير تارړ او وزيراطلاعات عطاتارړ هم اجلاس کښې شرکت کړې ۔
د وزيراعظم شهبازشريف مشرۍ کښې شوې وزیراعظم هاوس مهمه غونډه کښې وفاقي وزیرانو او نورو اعلی چارواکو ګډون کړی دې ۔
په غونډه کښې په خیبر پښتونخوا او ټول هېواد کښې د امن او امان پر صورتحال خبرې شوې دي ۔
د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي غونډې ته د امن او امان په اړه بریفنګ ورکړې، او د پي ټي آئي د لانګ مارچ اعلان او د بيک ډور روانو رابطو هم جاج اخیستل شوی دې ۔
ذرائع وائي چې د خیبر پښتونخوا د صورتحال په اړه د آئين جاج هم اخستې شوي دي ۔
ذرائعو ترمخه د اجلاس دوران د ملک سيکيورټۍ او سياسي صورتحال نه علاوه خېبر پښتونخوا کښې ګورنر راج يا د ايمرجنسۍ نفاذ په معاملو غور شوېدې ۔
بلخوا د وزیراعظم شهباز شریف او صدر مملکت آصف علي زرداري ترمينځ د خیبر پښتونخوا د صورتحال په اړه د ملاقات امکان هم شته، چې پکې د اییني اقداماتو په اړه وروستۍ فيصلې کېدای شي ۔
وفاقي وزیر قانون وئيلي دي چی آئين اجازت ورکوي په داسې صورتحال کښې چی صوبه کښې امن امان صورتحال خراب وي او حکومت خپلې ذمه وارۍ نۀ پورا کوي او آئين او قانون مطابق به اولس جان او مال تحفظ هر حال کښې يقيني کولې شي ۔

