د خیبرپختونخوا وزیر اعلٰی سهیل آفریدي د نوې هایبرډ بسونو، پنک بس سروس، د چمکنی ډیپو سولر په ذریعه د چلولو او د حیات آباد مال ډیپو افتتاح کړې، په بي آر ٹي کښې دوه پنځوس نوې بسونه هم شامليږي، چې ورسره به د بسونو مجموعي شمېره دوه سوه، شپږ نوي اورسي ۔
پېښور: بريفنګ کښې وئيلي شوي چې بي آر ټي په ذريعه روزانه په بنياد دوه نيم لکه مسافرو ته سفري سهوليات ميلاويږي، بي آر ټي په ذريعه سالانه د ديرش زره ټن کاربن ډائي اکسائيډ اخراج کښې کمې راځي ۔
بريفنګ کښې مخکښې وئيلي شوي چې د بي آر ټي مسلسل توسيع د دې د کاميابۍ ثبوت دې، دې منصوبه کښې به نور دوه پنځوس بسونه شامليږي، چې ورسري د بي آر ټي بسونو مجموعي شميره دوه سوه، شپږ نوي ته اورسي ۔
نوې بسونو سره به نورې لارې کولاويږي، او موجود لارو باندې به د مسافرو دباؤ کميدو کښې هم مرستې ميلاويږي، د زنانؤ او مسافرو خصوصې ضرورياتو په وړاندې د پنک بسونو سروس هم معارفي کړې شويدې ۔
بريفنګ کښې دا هم وئيلي شوي چې چمکني ډپو سولرائزيشن سره سالانه د اووۀ کروړ، شيتۀ لکه روپو بچت کيږي، دې ډپو کښې د يو ميګا واټ سولر سسټم مکمل شوې، چې ورسره به سالانه څوارلس لکه، څلويښت زره ميګا واټ بجلي پيدا کيږي ۔

