د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ سهيل آفريدي وئيلي دي چې په ساده جامو کښې پټ مخي وسله وال دزمونږ د پارټۍ کارکنان، وزیران او منتخب نمائندګان په نښه کوي او خېبر پښتونخوا د نور پاکستان نه د جدا کولو هڅې شروع دي ،کومه چې ډيره د تشويش وړ خبره ده، کابينې اجلاس ته وينا کښې وزيراعلیٰ سهيل آفريدي په بيوروکریسي،پولیس،ډي سيز او ډي پي اوز غږ کړې چې هغوي دې د غير قانوني حکم منلو څخه ډډه اوکړي ۔
پيښور کښې د صوبائي کابينې غونډې ته د وينا په وخت وزیراعلیٰ اووئيل چې تيره ورځ د مواصلاتو او تعمیراتو وزیر شکیل خان باندې د قاتلانه حملې او اغوا کولو هڅه شوې، کومه چې ناکامه کړې شوېده ۔
وزير اعلی اووئيل چې د مردان څخه د پي ټي آئي ایم این اے فضل محمد خان اغوا کړې شوې او د اوبو خور صوبائي وزیر ریاض خان په کور هم په ساده جامو کښې پټ مخي وسله وال ورغلي دي ۔
وزير اعلی خېبر پښتونخوا سهيل آفرېدي په بيوروکریسي، پولیس ،ډي سيز او ډي پي اوز غږ کړې چې هغوي دې د غير قانوني حکم منلو څخه ډډه اوکړي ۔
وزیراعلیٰ زياته کړې چې خيبر پښتونخوا د پاکستان برخه ده او مونږ ته آئین د پرامنه احتجاج حق راکوي، کوم چې به مونږ په هرحال کښي ترسره کوؤ ، ولې اوس دا صوبه د ملک نه جدا کولو کوششونه شروع شوي دي ۔

