امير جماعت اسلامي حافظ نعيم الرحمان وئيلي چې د وزيراعظم شهباز شريف د غوښتنې په وجه ئې اسلام آباد لانګ مارچ د وزيراعظم وطن ته واپسې پورې ځنډولې ، امير جماعت اسلامي وئيلي چې جماعت اسلامي به د پټروليم مصنوعات د قيمتونو زياتوالي او ليوي خلاف د احتجاج نه پشا نه شي ۔
ملتان کښې د پارټي مشرانو سره پريس کانفرنس دوران حافظ نعيم الرحمان اووئيل چې د حکومت لخوا ورکړې شوې ريليف کافي نه دے او جماعت اسلامي به خپل احتجاجي تحريک جاري ساتي ۔
حافظ نعيم الرحمان وئيلي چي وزيراعظم شهباز شريف د لانګ مارچ ځنډولو غوښتنه کړې ۔
اميرجماعت اسلامي وئيلي چې وزيراعظم به وطن ته واپس راشي نو د جماعت اسلامي سره به ملاقات کوي،د امير جماعت اسلامي وينا وه چې وزيراعظم به د پټروليم ليوي په اړه خبرې کوي ۔
د جماعت اسلامي مشر وئيلي چې مشورې نه پس ئې لانګ مارچ ځنډولو فيصله کړې ۔
حافظ نعيم الرحمان دا هم اووئيل چې د خپل تحريک نه به دستبردار نه شي او حکومت نه به د پټروليم ليوي په اړه ليکلې ضمانت اخلي ۔

