امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي چې د ايران په اړه يوې لويې فيصلې کولو ته نزدې يوو،چې ايران تباه کړي او که بيا د ودانې موقع ورکړي، صدر ټرمپ د اقوام متحده جنرل اسمبلۍ ته خطاب کښې ايران د ايټمي وسلو او ترهه ګرۍ په اړه سختې خبرې کړې دي ۔
نيويارک: د متحده قامونو جنرل اسمبلۍ ته وينا کښې ډونلډ ټرمپ وئيلي چې ايران به پخوا بدمعاشي کوله اوس نشي کولې، ايران ته په هيڅ صورت د ايټمي وسلې اجازت نشو ورکولې او ايران په نړۍ کښې ترهه ګري ته وده ورکوي ۔
امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ دعوی کړې چې د ايران معيشت تباه شوې او ګراني درې سوه فيصده ته رسېدلې ده ۔
وائي چي تهران سره ئې د معاهدې کوشش وکړو خو ايران انکار کړې ، ايران غواړي د مډ ټرم الېکشن په اړه د هغه موقف معلوم کړي،خو د ټرمپ وينا وه چې مډ ټرم الېکشن کښې برخه نه اخلي ۔
هغه دا هم وئيلي چې باور لري چې د مډټرم الېکشن نه پس به ايران سره ډيل وشي ۔
صدر ټرمپ مخکښې اووئيل چې امريکه د فوجي طاقت، معيشت او امنيت په اړه هم دعوې وکړې او يو ځل بيا ئې د پاکستان او هند ترمينځ د جهګړې ختمولو ذکر اوکړو ۔

