د خيبر پښتونخوا مختلفو ضلعو او پاک افغان پوله باندې سيکيورټي فورسز کاروائيانې کړي، د اطلاعات وزارت وئيلي چې کاروانو کښې اووۀ ديرش ترهه ګر وژلي شويدي، دغه کاروائيانې کوهاټ ، هنګو او ټل کښې شوي، چې پکښې د ترهه ګرو په ټهکانو محدود او هدفي فضائي حملې هم شوي ۔
د اطلاعاتو او نشرياتو وزارت له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې په شلم ستمبر کوهاټ، هنګو او ټل کښې زمکني کاروائۍ دوران نهه خوارج خپل انجام ته رسولې شويدي ۔
وزارت اطلاعات مطابق کاروائۍ دوران پاک افغان پوله باندې هم آپريشن شوې، او دې دوران د ترهه ګرو ټهکانې په نښه کړې شوي، او درې ټهکانې ئې تباه کړې شويدي ۔
بيان کښې وئيلي شوي چې کاروائۍ دوران د خودکش حمله کونکو تربيتي مرکزونه تباه کړې شوي، دې کاروائۍ کښې خودکش بمبارو پشمول اتۀ ويشت ترهه ګر وژلي شوي، ترهه ګرو ټکانو نه ذخيره شوي وسله او ګوله بارود هم ترلاسه شويدي ۔
د اطلاعاتو وزارت بيان کښې مخکښې وئيلي شوي چې پاکستان کښې د ترهه ګرۍ خطره د افغانستان نه ده،د پاکستاني وګړو تحفظ او سلامتيا اد وفاقي حکومت اولنۍ ترجيح ده ۔

