د کوهاټ پوليس لائن حملې مقدمه سي ټي ډي تهاڼه کښې درج کړي شويده،دا مقدمه د متعلقه تهاڼې د ايس ايچ او په مدعيت کښې د نامعلومه ترهه ګرو خلاف درج شوې،مقدمه کښې د قتل،اقدام قتل او نور دفعات شامل دي ۔
کوهاټ: د زوړ پولیس لائنز کښې د ځانمرګي چاودنې مقدمه د سي ټي ډي تهاڼه کښې درج کړې شوې ده ۔
ايف آئي آر ترمخه حمله کښې دري ويشت کسان شهيد او ګڼ شمير ژوبل شوي ، د پوليس لائنز ودانې ته هم لوئې زيان رسيدلې دې ۔
د ترهه ګرۍ د حملې په دريمه ورځ هم د سيمې فضا غمژنه ده او د شهيدانو د فاتحه خوانۍ مراسم جاري دي ۔
مقدمه د نامعلومه ترهه ګرو خلاف درج شوې چې پکښې د ترهه ګرۍ، قتل او اقدامِ قتل په ګډون مختلف دفعات شامل کړې شوي دي ۔
د ایف آئي آر مطابق د فتنه الخوارج ترهه ګرو د بارودو ډک ګاډي په ذریعه ځانمرګی برید کړې، د چاودنې نه پس ترهه ګرو ډزې هم کړې دي ۔

