د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د پي ټي آئي باني چیرمېن د سپریم کورټ د فیصلې مطابق الشفا انټرنیشنل هسپتال ته نۀ منتقل کولو خلاف قرارداد په متفقه توګه منظور کړېدې،اپوزيشن جماعتونوهم د دغه قرارداد حمایت کړې ۔
پيښور: د مشتاق غني لخوا پيش کړې شوې قرارداد مطابق سپریم کورټ بانې پي ټي آئي الشفا انټرنیشنل هسپتال ته د منتقل کولو حکم ورکړې وو ، د دې باوجود هغه علاج لپاره الشفا انټرنیشنل هسپتال ته منتقل نۀ کړې شو کوم چې د افسوس وړ خبره ده ۔
قرداد مطابق وفاقي حکومت د سپریم کورټ د فیصلې خلاف ورزي کړې او توهین عدالت ئې کړې ، په قرارداد کښې غوښتنه شوې چې بانې پی ټی آئی دی سپریم کورټ د فیصلې مطابق الشفا انټرنیشنل هسپتال ته علاج لپاره منتقل کړې شي او ورته دې د علاج سهولت ورکړې شي ۔
په قرارداد کښې غوښتنه شوې چې باني چئيرمين ته ذاتي معالجینو رسائي ورکړې شي ، باني چیرمېن سره د ملاقاتونو سلسله دې بحال کړې شي ، په قرارداد کښې غوښتنه شوې چې توهین عدالت کونکو ته دې سزا ورکړې شي ، په قرارداد کښې په اډیاله جیل کښې باني پي ټي آئي ته سهولتونه نۀ ورکول انساني حقوق خلاف ورزي ګرځولې شوې ۔
بلخوا صوبائي اسمبلۍ د فِسکل رسپانسيبلټې اینډ ډیبټ منیجمنټ ترميمي بل منظوري ورکړېده، بل کښې د صوبې مالي نظم و ضط نور سخت کولو او غير معمولي حالاتو کښې د مالي خسارې اجازت ورکولو تجاويز دي ۔
دې تر څنګ د اپوزيشن ليډر ډاکټر عباد د ثوبيه شاهد رکنيت معطلۍ باندې په ډپټي سپيکرې سختې نيوکې کړې،سپيکر بابر سلیم سواتي وئيلي چې زنانه غړي سره ايون کښې بدتميزې افسوسناک ده، سپيکر مطابق د ثوبيه شاهد رکنيت بحال کړې شويدې ۔

