د باني پي ټي آئي شفا انټرنيشنل هسپتال په ځائې پمز هسپتال کښې طبي معائنې په معامله د تحريک انصاف مشرانو سخت ردعمل راغلې، او د حکومت دغه ګام ئې د سپريم کورټ د فيصلې سپکاوې يعنې توهينِ عدالت ګرځولې دې ۔
اسلام آباد کښې ميډيا سره خبرو پر مهال د پي ټي آئي چيئرمين بيرسټر ګوهر د پارټۍ باني د شفا هسپتال په ځائې پمز ته معائنې لپاره بوتلل او بيا واپس جيل ته منتقلي د سپريم کورټ د فيصلې خلاف ورزي ګرځولې ده ۔
بلخوا د خېبر پښتونخوا وزير اعلیٰ سهيل آفريدي وئيلي چې د سپريم کورټ حکم خلاف باني پي ټي آئي معائنه د شفا په ځائې پمز هسپتال کښې کول افسوسناک عمل دې ۔
زير اعلیٰ سهيل آفريدي اووئيل چې انتظاميې او وفاقي حکومت د سپريم کورټ د واضحه فيصلې او دري ججانو سپکاوې کړې دې ۔
بلخوا د تحريک انصاف مرکزي ترجمان شيخ وقاص اکرم وئيلي دي چې عطا تارړ د عدالتي حکم خلاف ورزي پټولو لپاره د پي ټي آئي په کارکنانو د دروغو الزام لګولې ، دا د دوي نوې بيانيه نۀ ده، دا زړه ډرامه ده ۔
د عطا تارړ په بيان خپل ردعمل کښې شيخ وقاص اکرم وئيلي چې پي ټي آئي دې لړ کښې سپريم وکرټ ته يقين دهاني هم ورکړې وه، چې احتجاج به نۀ کوي

