سينيټ او قومي اسمبلۍ د ډيفنس فورسز ايکټ دوه زره شپږ ويشتم او نيشنل کمانډ اتهارټي ايکټ دوه زره شپږ ويشتم کثرت رائے سره منظوري ورکړيده، په دې موقع اپوزيشن احتجاج کړې او ايوان څخه ئې واک آؤت هم کړې دې ۔
سينيټ او قومي اسمبلۍ د نیشنل کمانډ اتهارټي ترميمي بل دوه زره شپږويشتم او نيشنل کمانډ اتهارټي ايکټ دوه زره شپږ ويشتم ايکټ منظوري ورکړي ده، دا ايکټ دفاع وزير خواجه آصف ايوان کښې وړاندې کړي وو ۔
وزير قانون اعظم نذير تارړ په سينيټ کښې د خبرو پر مهال وئيلي چې دغه بدلون په اووۀ يشتم آئيني ترميم کښې شوي او د ډيفنس فورسز نوے عهدہ جوړه شي، چې پکښې د وسله وال ځواکونو د درې واړو ادارو د همکارۍ عمل شامل دې ۔
دې نه وړاندې وفاقي کابینې هم د ډيفنس فورسز آف پاکستان ترميمي بل دوه زره شپږويشتم منظوري ورکړې وه،حکومت وائي چې اووۀ يشتم آئيني ترميم نه پس د نیشنل کمانډ اتهارټي ايکټ کښې بدلون ضروري شوې وو، چې ورسره به متعلقه قانوني او انتظامي چارو کښې بدلون راشي ۔
بلخوا قومي اسمبلۍ کښې پي ټي آئي چيئرمېن بيرسټر ګوهر ته د خبرو موقع نه ورکولو خلاف واک آؤټ کړې او د قومي اسمبلۍ غونډه تر سبا سحر يولس بجو پورې ځنډولې شويده ۔

