وزيراعظم شهباز شريف يو وارې بيا اپوزيشن له د مذاکراتو بلنه ورکړې،او وئيي دي چې يو لاس نه پړق نۀ خيژي، د کابينې اجلاس ته وينا په وخت وزيراعظم وئيلي دي چې معاشي پرمختګ او جمهوريت ته وده ورکولو لپاره اپوزيشن سره په ټولو معاملو خبرو لپاره تيار يو،وزيراعظم د ډيزل نرخ کښې دوه ديرش روپۍ في ليټر کمې کولو هرکلې کړې،اووئيلي دي چې عام اولس ته ريليف ورکول د حکومت اولنې ترجيح ده ۔
اسلام آباد: د وفاقي کابينې ته وينا پر ميهال وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې حکومت تل د مذاکراتو لپاره تيار دې او په قامي اسمبلۍ او کابينې کښې ئې هم څو ځله د خبرو اترو لپاره د وړانديز څرګندونه کړې ده ۔
وزيراعظم يو ځل بيا اپوزيشن ته د يو ځائې کښيناستو بلنه ورکړې او وئيلي دي چې معاملات بائد د مذاکراتو د لارې حل کړې شي، متحد کيدو سره به د پاکستان معيشت او جمهوريت نور هم مضبوط شي ۔
وزيراعظم شهببازشريف مخکښې وئيلي دي چې وفاقي حکومت د اپوزيشن جماعتونو سره تل مذاکراتو ته تيار دې او ګورو چې اپوزيشن د خبرو لپاره څومره زر تيارېږي ۔
بلخوا د وزيراعظم د مذاکراتو دعوت په جواب کښې پي ټي آئي چيئرمين بيرسټر ګوهر وئيلي دي چې د حکومت لخوا د مذاکراتو وړانديز تر اوسه پورې عملي شوې نۀ دي ، کۀ وزيراعظم په دې اړه عملي ګامونه پورته کړي نو دا به ښۀ خبره وي ۔
بيرسټر ګوهر زياته کړې چې وخت راغلې چې د سياسي مسئلو لپاره کوټلې ګامونه پورته کړې شي، پاکستان ته د بهترې لارې ضرورت دے، د امن او امان صورتحال دې ښۀ کړې شي او ملک دې د ترهه ګرۍ او بے يقينۍ د صورتحال څخه اوباسلې شي ۔

