وفاقي حکومت د باني پي ټي آئي هسپتال ته منتقل کولو فيصلې خلاف سپريم کورټ کښې د نظرثانۍ درخواست جمع کړېدې، درخواست د چيف کمشنر اسلام آباد لخوا د ايډووکيټ جنرل په ذريعه دائر کړې شوې، درخواست کښې وئيلي شوى چې عدالت خپل حکم کښې د اختيار سماعت نه تجاوز کړې، عدالت ته فيصله اورولو نه وړاندې د باني د صحت تصديق کول پکار وو،بائد عدالت په خپله فيصله نظر ثاني اوکړې او خپله فيصله واپس واخلي ۔
وفاقي حکومت باني چيئرمين پي ټي آئي هسپتال ته منتقلۍ په فيصلې د نظرثانۍ درخواست دائر کړېدې، درخواست چيف کمشنر اسلام آباد د ايډووکيټ جنرل اسلام آباد په ذريعه دائر کړې ۔
درخواست کښې وئيلى شوى چې سپريم کورټ په اتلسم اګست عبورى حکم جاري کړې،عبوري حکم کښې باني پي ټي آئي شفا هسپتال ته منتقل کولو هدايت کړې،د عدالت حکم اختيار سماعت نه تجاوز دې او په دې نظرثانى پکار ده ۔
درخواست کښې وئيلي شوي چې عدالت خپل حکم کښې د اختيار سماعت نه تجاوز کړې، عدالت ته فيصله اورولو نه وړاندې د باني د صحت تصديق کول پکار وو،بائد عدالت په خپله فيصله نظر ثاني اوکړي او خپله فيصله دې واپس واخلي ۔

