صدر مملکت آصف علي زرداري سره وزيراعظم شهبازشريف ملاقات کړي،چې پکښې مکه مشترکه دفاعي معاهدې، د ملک سياسي او سيکيورټي صورتحال باندې خبرې شوي، په دې موقع وزيراعظم د يوم آزادې په موقع صدر مملکت ته اومبارکي هم ورکړې، صدر آصف زرداري، سه فريقي امن معاهدې باندې موثر عمل درآمد لپاره نيک خواهشاتو اظهار کړې،او وئيلي دي چې د پاکستان موثر سفارتي کوششونو سره به د ملک عالمي مقام ته نوره وده ميلاؤ شي، او دا چې د پاکستان کوششونو مثبت اثرات به ملکي معيشت او د اولس په ژوند پريواځي ۔
اسلام آباد: وزيراعظم شهبازشريف ايوان صدر کښې صدر مملکت آصف علي زرداري سره ملاقات کړېدې او هغه ته ئي د يوم آزادي مبارکي ورکړېده ۔
وزيراعظم صدر مملکت د مکه مکرمه کښې ټاکل شوې تاريخي امن معاهدے په حواله هم خبر کړېدې، صدر آصف علي زرداري د سهه فريقي امن معاهدے باندې موثر عمل درآمد لپاره نيک خواهشاتو اظهار کړېدې ۔
صدر مملکت د سعودي عرب، ترکيه او د پاکستان برادارنه تعلقات نور مضبوطولو کوشش ستائينه کړېده، مسلح افواج او قانون نافذ کونکو ادارو پيشه وارانه صلاحيتونو ته خراج تحسين وړاندې کړېدې ۔
صدر آصف زرداري خوږ وطن نه د ترهه ګرې ناسور مکمل خاتمې عزم اعاده کړيده، او اولس ته ورپيښ معاشي مشکلاتو کښې ريليف فراهم کولو لپاره ئي موثر اقدامات کولو باندې زور رواړې دې ۔
صدر مملکت اوئيل چې طمه ده چې د پاکستان موثر سفارتي کوششونو سره به د ملک عالمي مقام ته نور تقويت ميلاؤ شي، د پاکستان کوششونو مثبت اثرات به ملکي معيشت او د اولس په ژوند پريواځي ۔

