ټول ملک کښې نهه اويايم يوم آزادۍ قامي جوش او جذبې سره نمانځلې کيږي،سرښار کښې د يوديرش او صوبائي هيډ کوارټرو کښې د يويشت يويشت توپو سلامي ورکړې شويده ۔
په سرکاري ودانو قامي بيرغ پورته کولو دستورې شوي، په مزار قائد د ګارډز د بدلون دستوره هم شويده،د يوم آزادۍ په مناسبت په سرکاري او نجي ودانو سنګار کړې شوي او ځائې په ځائې آتش بازي شويده ۔
سرښار کښې د يوديرش او صوبائي هيډ کوارټرو کښې د يويشت يويشت توپو سلامي ورکړې شويده ، سحر مونځونو نه پس جوماتونو او کورونو کښې د ملک خوشحالۍ ،ترقۍ او امنيت لپاره خصوصې دعاګانې هم ګوښتې شويدي ۔
صدر آصف علي زرداري ،وزيراعظم شهباز شريف، فيلډمارشل عاصم منيراو د مسلح افواج مشرانو قام له د يوم آزادۍ مبارکي ورکړيده،د جشن آزادۍ په موقع خپل پيغاماتو کښې حکومتي مشرانو قائداعظم په مشرۍ کښې د ملک آزادۍ لپاره مبارزه کونکو ته خراج تحسين وړاندې کړې ۔
دوي وئيلي دي چې آزادي نه صرف تاريخي کاميابي ده بلکه دا يو داسې ذمه واري هم ده کوم چې هر نسل له به په مخکښې بوتلل وي،قامي قيادت د ملک د ترقۍ او دفاع د عزم اعاده کړې ۔

