سعودي فرنروا شاه سلمان بن عبدالعزيز د مکه مشترکه دفاعې معاهدې باندې د وزيراعظم شهبازشريف او ترک صدرطيب اردوان شکريه ادا کړې، سعودي فرمانروا د درې واړو ملکونو ترمينځ اوږد مهاله دفاعي شراکت دارۍ هرکلې کړې، وائي چې درې واړه ملکونه دفاعي تعاون، رابطه کاري او يوالي نور مضبوطولو لپاره پرعزم دې ۔
رياض: شاه سلمان بن عبدالعزيز په مشرۍ کښې سعودي کابينې اجلاس شوې، چې پکښې سعودي عرب، پاکستان د ترکيه ترمينځ مکه مشترکه دفاعي معاهدې پشمول اهم امور باندې غور شوېدې ۔
شاه سلمان د مکه مشترکه دفاعي معاهدې باندې د سعودي ولي عهد، وزيراعظم شهبازشريف او ترک صدر طيب اردوان شکريه ادا کړې او د درې واړو ملکونو ترمينځ اوږدمهاله دفاعي شراکت دارې ئې هر کلې کړېدې ۔
شاه سلمان اووئيل چې درې واړه ملکونه دفاعي تعاون، رابطه کاري او يکجهتي نور مضبوطولو لپاره پرعزم دې، مکه مشترکه دفاعي معاهده د سعودي عرب، پاکستان او ترکيه ترمينځ تاريخي تعلقاتو عکاسي کوي، درې واړه ملکونه يکجهتي ته وده ورکولو، باهمي تعاون او د مشترکه سټريټجک مفادات تحفظ په عزم قائم دي ۔

