سيکيورټي فورسز د بلوچستان په پنجګور ضلع کښې د ترهه ګرو خلاف انټيلي جنس بيسډ آپريشن کړې، آئي ايس پي آر وائي چې کاروائي کښې پينځه ترهه ګر وژلي شوي، ترهه ګرو ولقې نه وسله او ګوله بارود برآمد شوي، کاروائي وروستو په علاقه کښې کليئرنس آپريشن روان دې،فورسز د بهر ملکي سرپرستې او مرستې کښې کيدونکې ترهه ګرې خاتمې لپاره پرعزم دي ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې سيکيورټي فورسز د بلوچستان په پنجګور ضلع کښې ترهه ګرو خلاف په خفيه اطلاع کاروائي کړې ده ۔
آئي ايس پي آر ترمخه کارروائي دوران فتنه الهندوستان سره تعلق لرونکي پينځه ترهه ګر وژلي شوي، او هغوي ولقې نه لوئي مقدار کښې وسله او ګوله بارود هم ترلاسه شويدي ۔
آئي ايس پي آر مطابق دغه کارروائي د ترهه ګرو خلاف روان بهر پور مهم برخه وه، چې مقصد ئي بهارتي سرپرستې کښې چمتو پراکسي عناصرو خاتمه او خطې کښې پائيدار امن قائمول دي ۔
آئي ايس پي آر زياته کړې چې ملک نه د بهر ملکي سرپرستې او معاونت سره کيدونکې ترهه ګرې ناسور مکمل خاتمے پورې به کارروائيانې پوره رفتار سره جاري وي ۔

