نائب وزيراعظم اسحاق ډار وئيلي دي چې مکه مشترکه دفاعي لوظنامه خالصه دفاعي نوعيت معاهده ده او هيڅ يو ملک خلاف نۀ ده،د دې مقصد منطقه کښې امن، استحکام او خوشحالۍ لپاره روان کوششونه نور مضبوطول دي، مکه معاهده د منطقې هاغه ټولو ملکونو لپاره کولاؤ ده کوم چې د دې بنيادي اصولو پاسداري او باهمي احترام، تعاون او پرامنه ذرائع سره د اختلاف حل لپاره راضي وي، اسحاق ډار مطابق معاهده د پاکستان خارجه پاليسې بنيادي اصولو مطابق ده ۔
په سوشل ميډيا خپل بيان کښې اسحاق ډار ليکلي دي چې مکه مشترکه دفاعي معاهده پاکستان، سعودي عرب او ترکيه په اووم اګست مکه مکرمه کښې لاسليک کړېده، د معاهده درې واړو ملکونو مشرانو او عوام ترمينځ برادرانه تعلقات عکاسي کوي ۔
هغه واضحه کړې چې مکه معاهده د څو کالو نه روان مذاکرات او رابطه کارۍ نتيجه ده، چې مقصد ئې د مختلف نوعيت امن و سلامتيا چيلنجونو مخنېوې لپاره تزويراتي تعاون مضبوطول او منطقه کښې امن، استحکام او خوشحالي ته وده ورکول دي،
درې واړو کښې په يو ملک بيروني مسلح حمله به ټولو ملکونو باندې حمله ګنړلې شي، کوم چې د اقوام متحده چارټر آرټيکل يو پنځوس لاندې انفرادي او اجتماعي دفاع فطري حق سره مطابقت لري ۔
اسحق ډار زياته کړې چې مکه معاهده د پاکستان خارجه پاليسې بنيادي اصولو مطابق ده، پاکستان خطې کښې ټولو برادر ملکونو سره اوږدمهاله امن او استحکام لپاره نژدې تعاون جاري ساتلو خواهش لري ۔
هغۀ زياته کړې چې پاکستان د ټولو تنازعات پرامنه حل او عوام پاره زيات محفوظ، مستحکم او خوشحال پاکستان ټکلو لپاره خپل کردار جاري ساتلو په عزم قائم دې ۔

