د اسلامي ملکونو تنظيم او آئي سي او واشنګټن کښې د سعودي عرب سفارتخانې د مکه مشترکه دفاعي لوظنامې هرکلې کړې، او آئي سي وئيلي چې دا معاهده د درې واړو ملکونو علاقائي او عالمي تعاؤن مضبوطولو ښکاره مثال دې، دا د اسلامي ملکونو سلامتيا او استحکام ته وده ورکولو لپاره د يو ستون حيثت لري، بلخوا سعودي سفارتخانې وئيلي چې درې واړو ملکونو ترمينځ دفاعي معاهده تير څو کالو راهسې د سټريټيجک اړيکو نتيجه ده ۔
د اسلامي ملکونو تنظيم او آئي سي سيکريټري جنرل حسين ابراهيم د مکه مشترکه دفاعي لوظنامې ردعمل کښې وئيلي چې دا معاهده د تنظيم ملکونو ترمينځ يو والي او تعميري شراکت داري مضبوط جوړو لپاره د مشترکه عزم عکاسي کوي ۔
آئي سي سيکريټري جنرل طمع څرګند کړې چې دا لوظنامه به د منطقې او د نړيوال امن بحالۍ وسيع مفاد کښې لپاره ګټه وره ثابتيږي ۔
بلخوا واشنګټن کښې د سعودي عرب سفارتخابې خپل ردعمل کښې وئيلي دي چې دا لوظنامه د ډير وخت راهسې د سټريټيجک تعلقاتو نتيجه ده ۔
سعودي سفارتخانې مطابق د دغې معاهدې لاندې به په ملک حمله په دوئم او دريم ملک حمله ګنړلې کيږې ، او دا چې د دې مقصد فوجي بلاک يا فرقه وانه بلاک جوړو بالکل نۀ دي ۔

