وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې د حرمين الشريفين دسيوري لاندې شوې لوظنامه به د راتلونکى نسلونو لپاره د امن ډهال ثابت شې،وزيراعظم د پاکستان،سعودي عرب اوترکيه ترمينځ معاهده د ترقۍ او خوشحالۍ سبب ګرځولې ،او وئيلي دي چې درې واړه رونړه ملکونه د ايمان، دوستۍ، امن او سلامتيا مشترکه عزم سره تړلي دي،وزيراعظم دا هم اووئيل چې د فيلډمارشل عاصم منير د زړه نه شکرګزار يم د چا کوششونو سره چې دا عظيم مقصد مکمل شوې ۔
د سماجي رابطو په ويب پاڼه ايکس جاري کړې بيان کښې بيان کښي وزيراعظم شهبازشريف اووئيل چې خپل رونړو ولى عهد محمد بن سلمان او صدر رجب طيب اردوان سره په مکه مکرمه کښې دمشترکه دفاعې معاهدې د لاسليک کولو شرف ورته ترلاسه شوې ۔
وزيراعظم اووئيل چې درې واړه رونړه ملکونه ايمان ،دوستي ، امن او سلامتيا مشترکه عزم سره تړلې دې ۔
وزيراعظم شهبازشريف ليکلي چي زما دعا ده چې حرمين شريفين دسيورى لاندې شوې تاريخى معاهده راتلونکي نسلونو لپاره امن او استحکام ډهال ثابت شى او زمونږ درې واړه ملکونو سره ټول امت مسلمه لپاره ترقۍ ، خوشحالۍ او خيروبرکت ذريعه اوګرځي ۔
وزيراعظم شهبازشريف دا هم اووئيل چې د فيلډمارشل عاصم منير د زړه نه شکرګزار يم د چا کوششونو سره دا عظيم مقصد مکمل شو ۔

