سيکيورټي فورسز بلوچستان کښې په خفيه اطلاع آپريشنونه کړي، آئي ايس پي آر مطابق کارروائيانو دوران دولس ترهه ګر وژلي شويدي، مستونګ کښې سيکيورټي فورسز شپږ بهارتي حمايت يافته وسله وال وژلي، او واشک ضلع کښې هم آپريشن دوران شپږ ترهه ګر وژل شوي، فورسز د ترهه ګرۍ مکمل خاتمې لپاره پرعزم دي، عزم استحکام لاندې به ترهه ګرو خلاف بهر پور قوت سره کارروائياني جاري وي ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لورې جاري بيان کښې وئيلي شوي چې سيکيورټي فورسز د بلوچستان دوه سيمو واشک او مستونګ کښې کارروائيانو دوران دولس ترهه ګر وژلي دي ۔
آئي ايس پي آر وائي چې واشک کښې سيکيورټي فورسز په وخت موثره کاروائي کړې چې پکښې د فتنه الهندوستان شپږ ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شويدي ۔
آئي ايس پي آر ترمخه مستونګ کښې هم کاروائي دوران سيکيورټي فورسز او وسله والو ترمينځ نښته شوېده، د سختو ډزو په نتيجه کښې نور شپږ ترهه ګر وژلي شوي، کاروائي دوران د ترهه ګرو يوه ټهکانه هم تباه کړې شوېده ۔
آئي ايس پي آر زياتوي چې عزم استحکام لاندې سيکيورټي فورسز او قانون نافذ کونکي ادارے د ترهه ګرۍ مکمل خاتمې لپاره پرعزم دي، ملک نه د بيروني سرپرستې کښې کيدونکي ترهه ګرې مکمل خاتمې پورې به کاروائياني جاري ساتلي شي ۔

