د کوز جنوبي وزيرستان صدر مقام وانا کښې بمي چاودنه شوې، پوليس چارواکو وئيلي چې چاودنه کښې مفتي جان مير مستي خيل پحق رسيدلي دې،د پوليس ابتدائي پلټنو مطابق نامعلومه کسانو بارودي مواد د وانا رستم بازار سره نصب کړي وو، چاؤدنه کښې مفتي جان مير په نښه کړې شوې، چاؤدنې په اړه نور تحقيقات جاري دي ۔
کوز جنوبي وزيرستان: ډي ايس پي اصغر علي مطابق ضلعي صدر مقام وانا کښې رستم بازار سره نيزدې بمي چاودنه شوي چي پکښې مفتي جان مير په نښه کړې شويې وو ۔
پوليس مطابق نامعلومه تنانو بارودي مواد د رستم بازار سره نصب کړې وو، چاودنې ځائې نه ثبوتونه راجمع کړې شوي او نور تحقيقات جاري دي ۔
مفتي جان مير خپل علاقه کښې د امن و امان بحالۍ لپاره چمتو شخصيت وو،هغه قامي امن جرګه کښې د مقرر په توګه ګډون کړې وو ۔

